د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ليبيا د روغتيا څانګې د دسمبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د پلازمېنې طرابلس په جنوب کې د استوګنې په سيمه کې د هوايي بريد له امله ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.د ليبيا د ملي يووالي حکومت د دغه هېواد د ملي ګارد په نوم پر وسله والو نيوکه وکړه چې ياد هوايي بريد يې تر سره کړ او تراوسه يې ځواب نه دی ويلی.
په ۲۰۱۱ کال کې د القذافي رژيم له ړنګېدو وروسته ليبيا په خړپړ حالت کې لوېدلې ده. د روان کال د اپرېل په پيل کې د ليبيا ملي ګارد پر طرابلس پوځي عمليات تر سره کړي او د ملي يووالي له حکومت سره يې جګړې وکړې چې تر اوسه زرګونو تنو ته مرګژوبله واوښته او زرګونه عام وګړي بې ځايه شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |