د چين د مرکزي تلويزيون د ويبپاڼې د خبر له مخې د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو په اند امريکا د تش په نامه د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍقانوني مسوده لاسليک کړه او په رسمي قانون يې بدله کړه چې دغه کړنه په څرګنده توګه د زورواکۍ له عملونو څخه ملاتړ دی او د هانکانګيانو بشري حقونو ته يې ډېر زيانونه رسولي دي.
د هانکانګ د صادراتو او وارداتو د سوداګريزې ټولنې مشر لين لونګ ان وويل چې د امريکا د يادې کړنې موخه د هانکانګ د خپلواکې ګمرکي سيمې د مقام لغوه کول او د نړيوال سوداګريز مرکز، نړيوال پولي مرکز او د هوايي او سمندري ليږد راليږد د مرکز په توګه د هانکانګ غوره والي ته د زيانونو رسول دي.خو يادې کړنې په هانکانګ کې د امريکايي شرکتونو ګټو ته مستقيم زيانونه رسولي دي. نو دغه کړنه نه يوازې د دوی بلکې د چين او هانکانګ په ګټه نه ده
د هانکانګ د چيني ژبې پوهنتون پروفيسر ليو جاو جيا په دې اند دی چې د امريکا دغې قانوني مسودې په هانکانګ کې د چين د حاکميت پر وړاندې چلنجونه جوړ کړي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |