د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې په تايلنډ کې د چين سفارت د دسمبر په لومړۍ نېټه د تايلنډ د شاهزادګۍ ماها چکري سريندهورم له خوا د چين د دوستۍ نښان د تر لاسه کولو په مناسبت د مبارکۍ فعاليت تر سره کړ.
په دې هېواد کې د چين سفير لو جيان په خپلو خبرو کې د دې هېواد شاهزادګۍ ماها چکري سريندهورم ته مبارکي وويله او په تېرو څو لسيزو کې يې د چين او تايلنډ ترمنځ د دوستۍ د لاټينګښت لپاره د هغې غوره خدمتونه وستايل. شاهزادګۍ سريندهورم وويل ، پر دې وياړي چې د چين او تايلنډ ترمنځ د دوستۍ په پرمختيايي بهير کې ګډون کړی او د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ د لاټينګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |