CRI Online

د اروپايي ټولنې د نوې دورې مشرانو د ليسبون تړون د نافذېدو د لسمې کاليزې په مناسبت يادغونډه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-02 16:08:54
د اروپايي ټولنې د نوې دورې مشرانو د ليسبون تړون د نافذېدو د لسمې کاليزې په مناسبت يادغونډه وکړه

د اروپايي ټولنې تاريخ د دسمبر په لومړۍ نېټه نوې مرحلې ته رسېدلی. د دغې ټولنې د نوې دورې مشرانو په همدې ورځ په بروکسيل کې د ليسبون تړون د نافذېدو د لسمې کاليزې په مناسبت يادغونډه وکړه.

د ليسبون تړون د نافذېدو د لسمې کاليزې په مناسبت د يادونې مراسم د دسمبر په لومړۍ نېټه د اروپايي تاريخ په موزيم کې ترسره شول. د اروپايي شورا نوي رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېټې نوې رئيسې وان ديرليون هم په همدې ورځ لوړه وکړه. د اروپايي ټولنې د نوې دورې مشرانو له دغه موزيم څخه تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره وکتل. د اروپايي پارلمان مشر ډيويډ ساسولي په خپله وينا کې غوښتنه وکړه چې د اروپايي ټولنې د نوې دورې مشران بايد په ګډه مخکنې ژمنې پوره کړي.

((اوس د ژمنې د پوره کولو وخت دی. اروپايي پارلمان چمتو دی چې له تاسو سره په ګډه اروپا جوړه کړي. موږ بايد د خلکو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره په تېرو مياشتو کې شوې ژمنې عملي کړو، مثلاً له اقليمي بدلون او د خلکو د ژوند لګښت له لوړتيا سره مقابله، اروپايان زموږ اغېزمنو کړنو ته سترګې په لار دي.))

د اروپايي شورا نوي رئيس چارلس ميشل په خپله وينا کې د ليسبون تړون مهم رول ته بياکتنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د دغه تړون موخه د اروپايي ټولنې د کاري موثريت او په دغه ټولنه کې د ديموکراسۍ قانوني کېدل زياتول دي. هغه د اروپايي ټولنې له خپلو همکارانو څخه يعنې د اروپايي ټولنې د کمېټې نوي رئيسې وان ديرليون ، د اروپايي پارلمان مشر ډيويډ ساسولي او د اروپا د مرکزي بانک مشرې کريستينه لګاردي څخه داسې غوښتنه وکړه چې

((موږ بايد د ليسبون تړون له بنسټ ايښودونکو څخه الهام تر لاسه کړو او په فعاله توګه دې اصلاحات ترسره کړو تر څو اروپايانو ته ګټې ورسول شي. باور لرم چې اروپايي خلک زموږ عملونو ته په درنه سترګه ګوري، موږ بايد نه ستومانه کېدونکې هڅې وکړو.))

د اروپايي ټولنې د کمېټې نوي رئيسې وان ديرليون وويل، له همدې ورځې څخه له خپلو همکارانو سره د ليسبون تړون ساتنه کوي. هغې دا نظر څرګند کړ چې د اروپايي تاريخ په موزيم کې د اروپايانو ميراثي شتمنۍ او اثار ساتل شوي، خو موږ بايد د اروپا د ښې ابادۍ لپاره نسل په نسل دوامدار کوښښونه ترسره کړو.

((اروپا د ټولو کسانو لخوا په تدريجی توګه جوړه شوې او د اروپا پرمختګ او وده د ټولو کسانو هڅو ته اړيا لري. موږ بايد د اروپايانو اميد او هيله او د دوی ساتونکي وګرځوو. ))

د اروپا د مرکزي بانک مشرې کريستينه لګاردی له خپلو همکارانو سره د اروپايي ټولنې د نوې زمانې د پرانيستلو نيت څرګند کړ.

(( زموږ په مخ کې يوه لويه ننګونه ده، د لسګونو کلونو د ترميم تر مودې وروسته موږ د اصلاحاتو دورې ته رسېدلي يوو. موږ څلور کسان بايد په خپلو مقامونو کې په ګډه دغه کارونه تر سره کړو. په عين وخت کې موږ د دغو کارونو د بشپړولو په غرض د اروپا له خلکو سره خبرو اترو ته اړتيا لرو. ))

د اروپايي شورا رئيس چارليس ميشل او د اروپايي پارلمان مشر ډيويډ ساسولي په دغو مراسمو کې په ګډه سره د ليسبون تړون يوه کاپي د اروپايي ټولنې د کمېټې رئيسې وان ديرليون ته ورکړه او په دې توګه يې د اروپايي ټولنې د نوې دورې کميټې د مشرې په توګه رسمي لوړه وکړه.

د ليسبون تړون د ۲۰۰۷ کال په دسمبر مياشت کې د اروپايي ټولنې د مشرانو لخوا د پرتګال په پلازمينه ليسبون کې لاسليک شو او د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه رسمي سند شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای