CRI Online

د های نان ټاپو د فلمونو دوهم نړيوال فيسټيوال پرانستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-12-02 16:40:58

د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د فلمونو دولتي ادارې تر لارښوونې لاندې ، د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټيشن او د های نان ولايت د حکومت له خوا جوړ شوی د های نان ټاپو د فلمونو دوهم نړيوال فستيوال په سان يا کې پرانستل شو.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مرستيال او د ياد سټېشن مشر شن های شيونګ،د های نان ولايت د ګوندي کمېټې مرستيال منشي او والي شن شياو مينګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه. شن های شيونګ د ياد فيسټيوال د پرانيستلو اعلان وکړ.

شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل چې د های نان پرمختګ له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون مهم شاهد دی. د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټيشن به په راتلونکي کې د دوامدار پرمختګ په روحيه نور غوره فلمونو جوړولو کې هڅه وکړي.هغه هيله څرګنده کړه چې د ټولې نړۍ فلم جوړونکي به په ګډه د های نان ټاپو د فلمونو نړيوال فيسټيوال تبادلوي ډګر اباد کړي ، د نړۍ فلمونو د پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره ډېره مثبته انرژي برابره کړي.

(ليلا)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای