CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين او ايران د دغه هېواد د هراړخيز ذروي تړون د اجرا کولو په برخه کې زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-02 19:05:26

د چين د بهرنيو چارو وزارت معين ما جاو شيو د دسمبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې له خپل ايراني سيال سيد عباس عراقچي سره د ايران د ذروي مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په دوهمه نېټه وويل، چې دواړو خواوو د ايران د ذروي حالاتو او د د دغې مسئلې د هراړخيز تړون د پلي کولو په شمول د ځېنو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او زياتې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې.

وياندې هوا چون ينګ وويل، چې امريکا له ياد تړون څخه وتلې او پر ايران باندې يې افراطي فشارونه اچولي دي چې له دې امله د ايران ذروي حالات د ترينګلتيا په حال کې دي او دغه تړون د ځنډېدو له ګواښ سره مخامخ دی. د دې پر وړاندې د چين او ايران ترمنځ يادې خبرې اترې په بېجينګ کې تر سره شوې.

نوموړې وويل، چې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د همکاريو د پياوړتيا ترڅنګ په مداومه توګه به د ياد تړون د پوره او مؤثر تطبيقېدو او د نړيوال قانون پر اساس د نړيوال نظم د ساتلو، د دغې مسئلې د سياسي حلولو او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای