امريکا څه موده مخکې د تش په نامه (( د هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ مسوده)) لاسليک کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د دسمبر په ۲مه نېټه بېجينګ کې د دغه عمل پر وړاندې د بنديزونو تدبيرونه خپاره کړي دي.
هوا چون يينګ وويل، د امريکا ياده کړنه له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اساسي اصل څخه سخته سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده. د امريکا د يادې بې دليله کړنې پر وړاندې به د چين حکومت پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.
د چين حکومت پرېکړه کړې چې په هانکانګ کې د امريکايي پوځي بېړيو او الوتکو د دمه کولو د غوښتليک تصويبول وځنډوي، په عين وخت کې به ( د امريکا د دولتي ديموکراتيک صندوق )، ( د امريکا د نړيوالو چارو ديموکراتيکه ټولنه )، ( د امريکا نړيوال جمهوريت انستيتيوټ ) ( بشري حقوقو ته کتنه) او د ( ازاد کور) په شمول پر غير حکومتي سازمانونو بنديزونه ولګوي. يادو سازمانونو د هانکانګ د مقرراتو د تعديل په بهير کې ډېرې بدې کړنې تر سره کړې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |