د نومبر په ۲۹مه نېټه د بريتانيا په لندن کې يو ترهګريز بريد وشو چې له امله يې ۲ تنه ووژل شول او په اخر کې قاتل هم د پوليسو له خوا ووژل شو. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲مه نېټه په ياده پېښه کې پر وژل شويو کسانو خواشيني او د دوی خپلوانو او ټپيانو ته همدردي او د ترهګريز بريد پر ضد د پوليسو له تدبيرونو ملاتړ څرګند کړ. نوموړې پر دې ټينګار وکړ چې له ترهګرۍ سره مبارزه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ګډه دنده ده خو پر وړاندې يې ګډې ننګونې پراتې دي او په دې برخه کې دې دوه ګوني معيارونه نه نيول کيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |