د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د دسمبر په ۲مه نېټه يوه تبصره ((له زورزياتي څخه ملاتړ او په هانکانګ کې ګډوډي جوړونه د خلکو د ارادې پر ضد ده)) خپره کړه.
په دې تبصره کې ليکل شوي چې امريکا په دې وروستيو کې د تش په نامه (( د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ قانوني مسوده )) په رسمي قانون بدله کړه. د امريکا دغه عمل په څرګنده توګه په هانکانګ کې له ګډوډۍ او شر جوړوونکو څخه ملاتړ دی او د هانکانګيانو د بشري حقونو، ديموکراسۍ او ازادۍ پايمالول او په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړونې او د چين د پرمختګ د مخنيوي شوم نيت دی.
د زورزياتي عمليات او ملاتړکوونکي د نړيوالې ټولنې ګډ دوښمن دی. امريکا دغه کړنې چې د نوموړې قانوني مسودې له لارې په هانکانګ کې د مجرمينو د تکبر د سختوالي اور ته لمن وهي، د نړيوالې ټولنې له غندنو سره مخامخ دي. د افغانستان او چين د دوستۍ ټولنې مشر سلطان احمد بهين وايي چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او بهرني هېوادونه پکې د لاسوهنې حق نلري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |