CRI Online

شي جين پينګ د روسيې د فيدرالي امنيت شورا له سکرتر نيکولای پتروشيف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-02 19:49:04

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د فيدرالي امنيت شورا له سکرتر نيکولای پتروشيف سره ليدنه وکړه. نيکولای پتروشيف په امنيتي توګه د قانون د تطبيق کولو په اړه د چين او روسيې ترمنځ د همکاريز ميکانيزم په غونډه کې د ګډون او د ستراتيژيکو امنيتي سلامشورو لپاره چين ته تللی دی.

شي جين پينګ وويل، سږکال د چين او روسيې ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې فعاليت په بريالۍ توګه تر سره شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته ننوتلې دي. په پېچلو نړيوالو حالاتوکې چين او روسيه بايد يو بل سره همکار او نژدې پاتې شي، تل دې صادق او باوري ستراتيژيک همکاران واوسي او يو له بل څخه دې کلک ملاتړ وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای