CRI Online

تبصره:د چين د ورخلاصون د نوې پياوړې سيمې په توګه د يانګ ځه سيند د دلتا د ابادۍ هڅونه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-02 19:52:14

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په دې وروستيو کې (( د يانګ ځه سيند دلتا د سيمه ييز متحد پرمختګ پروګرام )) سند خپور کړ. دغه سند د راتلونکو ۵ حتی ۱۵ کلونو لپاره د يانګ ځه سيند د دلتا د سيمه ييز متحد پرمختګ لارښوونکی سند دی. د پام وړ خبر دا دی چې په نوموړي پروګرام کې د يانګ ځه سيند د دلتا د بهرنيو اقتصادي همکاريو د پياوړتيا په اړه نوي لوري او نوي تدبيرونه ټاکل شوي او نورو ته يې دا مهم پيغام ورکړی چې چين به پر هراړخيز ورخلاصون ټينګار وکړي.

لومړی: د يانګ ځه سيند دلتا به په چين کې د ورخلاصون په اړه د نويو تګلارو د عملي کېدو ازمويښتي سيمه وګرځي. دوهم: دغه سيمه به د چين د بهرنيو پانګونو او همکاريو لوړوالی رامنځته کړي. درېيم، دغه سيمه به په چين کې به د ښه سوداګريز چاپيريال د لومړۍ کچې نمونه وګرځي. بر سيره پر دې، بهرنيو هېوادونو ته د دغې سيمې جاذبه لوړه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای