د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۲مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ويډيويي خبرې وکړې او د ويډيو له لارې د دواړو هېوادونو د ختيځ مسير د طبيعي ګازو د پايپ لاين په کار اچولو مراسم په ګډه سره وکتل. په دغو مراسمو کې د چين مرستيال صدراعظم هان جنګ ګډون کړی و.
شي جين پينګ او ولاديمير پوتين د ويډيو له لارې يو بل ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او د طبيعي ګازو د ياد پايپ لاين د کار اچولو په اړه يې د چين او روسيې ملتونو ته مبارکۍ وويلې او د دواړو هېوادونو له ټولو کارکوونکو څخه يې د زړه له کومې مننه وکړه. شي جين پينګ وويل، د ختيځ مسير د طبيعي ګاز پايپ لاين د چين او روسيې ترمنځ د نرژۍ د همکاريو يو لوی پروګرام او د دواړو هېوادونو د ژورو همکاريو او ګډو ګټو ښه بېلګه ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |