CRI Online

د چين او روسيې مشرانو د طبيعي ګازو د خپلمنځې نل ليکې د پرانيستلو په هکله ويډيويي خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-03 14:15:46

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په دوهمه نېټه له بېجينګ څخه د ويډيو له لارې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره اړيکه ونيوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبيعي ګازو د ختيځې نل ليکې د پرانيستلو بهير يې وليد. دغه نل ليکه به د انرژۍ په برخه کې د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ د يوې نمونوي پروژې په توګه د دواړو خواوو د پيوستون او د همکارۍ نمونه وي.

د دسمبر د دوهمې نيټې په مازديګر له بېجينګ څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د امر په ور کولو سره چين ته د روسيې د طبيعي ګاز د ليږدولو بهير د چين او روسيې ترمنځ د طبيعي ګازو د ختيځې نل ليکې په وسيله په رسمي توګه پيل شو.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ويډيو کې د يادې نل ليکې د پرانيستلو له امله ولسمشر پوتين ته مبارکي وويله او د دې نل ليکې له جوړوونکو څخه يې د زړه له کومې مننه څرګنده کړه.رئيس شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې دغه نل ليکه د انرژۍ په برخه کې د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ او د دواړو خواوو د پيوستون يوه نمونه ده. هغه وويل(اواز۲) په ۲۰۱۴ کال کې مې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريزو پروژو په اړه د سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. له پنځو کلونو راهيسې په دغو پروژو کې د دواړو هېوادونو ګډونوالو يو له بل سره نژدې همکارۍ کړي او ډېرې ستونزې يې ليرې کړې او په ښه توګه يې خپلې دندې تر سره کړې دي.دوی له دې لارې د لويو هېوادونو د کارکوونکو غوره مهارتونه څرګند کړي او نړيوالو ته يې د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ لاسته راوړنې ښودلې دي.د يادې نل ليکې پرانيستل او د دې نل ليکې په وسيله د طبيعي ګازو ليږل د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مهمې پړاوييزې لاسته راوړنې دي او د دې همکارۍ نوی پيل هم دی. دواړه خواوې بايد د يو خوندي، شنې، پرمختيايي او دوستانه نل ليکې په توګه د دغې نل ليکې د ابادۍ او کارونې لپاره ضمانت برابر کړي او د دې نل ليکې په اوږدو کې دې د پرتو سيمو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې روان کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی.هغه له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په ګډه اعلان وکړ چې په نوې زمانه کې به د همکاريو جامع ستراتيژيکو اړيکو ته پرمختګ ور کړي او د دې ترڅنګ يې پرېکړه وکړه چې دوی به په ديپلوماتيکو چارو کې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو ته لومړيتوب ور کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي. هغه هيله وښودله چې د دغې نل ليکې پرانيستنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي. نوموړي وويل(اواز۳) اوس مهال چين او روسيه د دولتي پرمختګ په کليدي پړاو کې دي او د چين او روسيې ترمنځ اړيکې نوې زمانې ته داخلې شوي دي. نو هيله لرم چې دواړه خواوې به د يادې نل ليکې په شان د لازياتو مهمو پروژو د جوړولو لپاره خپلو کوششونو ته دوام ور کړي تر څو دواړه هېوادونه او خلک ترې لازياتې ګټې واخلي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې اوس له سوچي څخه په ليدنې بوخت دی، په ويډيو کې وويل چې د روسيې او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو په اويايمه کاليزه کې د چين او روسيې ترمنځ د طبيعي ګازو د ختيځې نل ليکې پرانيستنه ستر تاريخي اهميت لري او له دې امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ نوي پړاو ته ورسيږي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې روسيه غواړي چې له چين سره د دغې همکاريزې پروژې د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای