CRI Online

پر وطن تکيه کول د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات اصلي تامين دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-03 19:51:52

امريکا په دې وروستيو کې د چين د څو ځلو جدي احتجاجونو او سخت مخالفت سره سره د تش په نوم (( د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ قانوني مسوده)) په رسمي قانون بدله کړه چې دا کړنه د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او د هانکانګ سمسورتيا او ثبات ته يې زيانونه رسولي، خو د امريکا دغه شوم نيت به ناکام شي او هانکانګ به د وطن تر ملاتړ لاندې بېرته د پرمختګ مناسب مدار ته وګرځي.

هانکانګ د چين يوه برخه ده او د چين حکومت به هيڅکله هيڅ بهرني هېواد ته د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې خبرې او کړنې ختمې کړي. چين به د حالاتو له بدلون سره سم لازم ګامونه پورته کړي او د هانکانګ ثبات او سمسورتيا او د چين ملي حاکميت، امنيت او ګټې به وساتي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای