CRI Online

چيني استازی : بېلابېلې خواوې دې په هراړخيزه توګه د پاريس تړون په موخو او اصولو ځانونه ښه پوه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-04 14:50:10

د م م د اقليمي بدلون تړون د معاهده کوونکو ۲۵م کنفرانس اوس د هسپانيا په پلازمينه مادريد کې روان دی. په دغه غونډه کې د چين استازو د دسمبر په څلورمه نېټه خبري رسنيو ته د دغې غونډې په اړه معلومات ورکړل. 

د م م د اقليمي بدلون تړون د معاهده کوونکو ۲۵م کنفرانس د روانې مياشتې په دوهمه نېټه رسماً پيل شو، د دغه کنفرانس ترڅنګ به څلور نورې غونډې هم د بېلابېلو اړوندو خدمتونو، پاليسو او تخنيکونو په ګډون پر ۸۰ موضوعاتو متمرکزې وي. په دغو يولړ غونډو کې د ياد تړون د معاهده کوونکو او کتونکو هېوادونو تر۲۶۰۰۰ زيات استازي ګډون لري چې دغه کنفرانس ته د نړيوالې ټولنې پاملرنه ترې ښکاري.

تېر کال په ۲۴ م کنفرانس کې بېلابېلو غاړو له اوږدو مذاکراتو وروسته د پاريس تړون د پلي کولو زياتره تفصيلات وټاکل، خو د دغه تړون پر شپږمې مادې او ځينو نورو محتوياتو موافقې ته نه دي رسېدلې. نو د دغو پاتې شوو ستونزو حل فصل د روان ۲۵ م کنفرانس لپاره لومړنۍ دنده ګڼل کيږي. د چيني پلاوي د سرمنشي مرستيال او د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت د اقليمي چارو رياست مرستيال لو سين مينګ پدې اړه وويل:

(( ډېری هېوادونه د پاريس تړون د شپږمې مادې بشپړول د روانې غونډې لومړنۍ دنده بولي. خو اوس د دغې مادې په اړه د بېلابېلو غاړو نظريې ډېر فرق لري، نو ممکن دغه دنده په ټاکلي وخت کې نه شي ترسره او دا د دغه کنفرانس لپاره يوه حساسه مسئله هم ده.))

پدې وروستيو ورځو کې په نړيواله ټولنه کې هغه اواز پورته شوی چې د اقليمي بدلون د بهير لپاره دې نوې موخې وټاکل شي يعنې د نړۍ د تودخې درجې لوړوالی دې د سانټګريد په کچه تر1.5 ټيټې درجې محدود شي او دا کار د پاريس تړون تر ټاکلي موخې لاسخت دی. د چيني پلاوي مرستيال او د اقليمي بدلون د مذاکراتو لپاره د چين د خارجه وزارت ځانګړي استازي سون جين پدې اړه وويل:

((که بېلابېلې خواوې وغواړي د ټاکل شوې موخې پر ځای يوه نوې موخه وټاکي، نو د ټاکلو لپاره به يې يوځل بيا سره خبرې اترې وکړي. په حقيقت کې د پاريس تړون په دوهمې مادې کې ټاکل شوي چې بېلابېلې خواوې بايد د نړۍ د تودخې درجې منځنۍ لوړوالی د سانټګريد په کچه تر2 ټيټې درجې محدود کړي او د دې ترڅنګ هم بايد هڅه وکړي دغه لوړوالی تر 1.5 ټيټې درجې کنترول کړي. د دغې مادې له مخې، موږ بايد نه يوازې سرچينې وسپموو او چاپيريال ته د ککړو موادو د خپرېدا کچه کمه کړو، بلکې د نړۍ دوامداره پرمختګ ته هم بايد پاملرونه وکړو.))

چيني استازي پدې اند دي چې د اوسمهال لپاره لومړنۍ دنده دې د نوې موخې ټاکل نه ، بلکې د ټاکل شوې موخې پوره کول وي او پرمختللي هېوادونه دې خپلې ژمنې ترسره کړي. ښاغلي لو سين مينګ پدې اړه وويل:

((تېرکال د هوا پېژندنې نړيوال سازمان پيدا کړی چې د نړۍ د تودخې درجه 1.1 لوړه شوی او دغه شمېر له ټاکلې موخې څخه يوازې 0.9 درجې فاصله لري، زما په اند د دې لومړنی لامل دا دی چې پرمختللو هېوادونو خپلې ژمنې نه دي ترسره کړې، نو موږ بايد لومړی دې ته توجه وکړو .))

چين نه يوازې تر ټولو لوی پرمختللی هېواد دی، بلکې د اقليمي بدلون په څو اړخيزو ‍بهيرونو کې هم مهم رول لوبوي. ښاغلي سون جين پدې اړه وويل:

(( لومړی، موږ پرمختللی هېواد يو، د م م د اقليمي بدلون تړون او د پاريس تړون له مخې موږ د سرچينو سپمولو او د ککړو ګازو د خپرولو په برخه کې اجباري دندې نه لرو ، نو ويل کيږي چې چين ښې ژمنې کړې او د ترسره کولو لپاره يې ډېرې هڅې په کار دي. دوهم، موږ يو مسئوليت منونکی هېواد هم يو او د خپلې دندې د بشپړولو لپاره به تر وسې پورې هڅې وکړو. درېيم، چين د ککړو ګازو لومړنی خپرونکی هېواد دی، خو د دغو ګازو د خپرېدو په اندازه کې مو تر ټولو ډېر ټيټوالی راغلی دی، دغه راز د پاکو انرژيو د کارولو،د بيا پيدا کېدونکو انرژيو لپاره د پانګونو ،د برېښنايي موټرو توليد، د نيالګيو د کېښودلو او د ځمکو د صحرايي کېدو د مخنيوي په برخو کې مونږ په نړۍ کې مخکښ يو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای