CRI Online

د شينجيانګ مسئلې د کنترول لوبه به د چين له ځوابي تدبيرونو سره مخامخ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-04 17:19:45

د امريکا د استازيو مجلس د دسمبر په درېيمه نېټه د تش په نوم د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو د پاليسۍ قانوني مسوده تصويب کړه چې په دې لاره يې د چين د شينجيانګ د بشري حقونو وضعيت بدنام کړي، د افراطيت د له منځه وړلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين د کوښښونو تحريف يې کړی او په ناوړه نيت يې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين حکومت تګلارې غندلې دي. د امريکا دغه کړنې له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سخته سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده، چين له دې سره توند او ټينګ مخالفت کوي.

ځينو امريکايانو له څه باندې يو کال راهيسې په شوم نيت د شينجيانګ د چارو له لارې ځېنې مسئلې رامنځته کړي. د مايک پنس، مايک پمپيو او مارکو روبيو په شمول د امريکا ځينو سياستوالو څو څو ځله د چين د شينجيانګ چارو په اړه بې بنسټه خبرې کړي، د دوی له دغو کړنو څخه د ځينو امريکايانو مغرور سياسي تعصب او د بشري حقونو په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي سياسي شوم نيت څرګنديږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای