امريکا په دې وروستيو کې د چين له سخت مخالفت سره سره د تش په نوم (( د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ قانوني مسوده)) په رسمي قانون بدله کړه. د امريکا دا کړنه نه يوازې د هانکانګ سمسورتيا او ثبات ته زيان رسوي بلکې خپلې او د نړيوالې ټولنې ګټې هم زيانموي. د چين حکومت او خلک د ملي حاکميت، امنيت او ګټو د ساتلو ټينګ هوډ لري، نو د امريکا هغه شوم نيت به ناکام شي چې غواړي په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړونې له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي.
چين له ځينو امريکايي سياستوالو څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه له داسې سياسي لوبې څخه لاس واخلي چې په پايله کې ځان او هم نورو ته زيانونه وسوي، د هانکانګ چارو کې د مداخلې له لارې د چين د مخنيوي له خوب څخه دې پورته شي. اوسنی چين د تاريخي مودو په پرتله د چيني ملت د بيا سمسورتيا موخې ته نژدې شوی، هيڅ ځواک د چينايانو او چيني ملت د مخ پر وړاندې ګامونو مخه نه شي نيولی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |