CRI Online

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امريکا دوه ګونې معيارونه د وګړيو ملاتړ نه شی تر لاسه کولی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-05 14:29:56

امريکا د استازو جرګې د دسمبر په درېيمه نېټه د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو تګلارې قانوني مسوده تصويب کړه او د بشري حقونو په پلمه په شينجيانګ کې د ثبات او پرمختګ، د بېلا بېلو قومي وګړو د يووالي او نيکمرغه ژوند پر حقيقتونو يې سترګې پټې کړې او د چين د تندلارۍ او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې د چين پر هڅو تور ولګاوه. له دې څخه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امريکا دوه ګونې معيارونه او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د امريکا لاسوهنه ښکاري.

ترهګري د انساني او نړيوالې ټولنې ګډ دښمن دی . له ۲۰۱۶ کال څخه په مخکنيو شلو کلونو کې په شينجيانګ کې ترهګريزې پېښې کله نا کله رامنځته کېدې چې دا د بېلا بېلو قومي وګړو سر او مال ته يې زيانونه رسولي دي. د ۲۰۱۹ کال د جولای په پنځمه نېټه د زورزياتي پېښې له امله ۱۹۷ تنه ووژل او څه باندې ۱۷۰۰ تنه نور ټپيان شول.د رښتينو ګواښونو پر وړاندې د چين حکومت غوڅ ګامونه پورته کړي او له قانون سره سم يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره اړوند عمليات تر سره کړي چې په اغيزمنه توګه د ترهګريزو عملونو مخنيوی شوی دی.

د بېلګې په توګه د شينجيانګ ځايي حکومت د تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره له قانون سره سم د مسلکي مهارتونو د روزلو مرکز جوړ کړی چې له دې لارې يې له يوې خوا قانوني درسونه ور کړي او له بلې خوا يې د اړوندو وګړو مسلکي مهارتونه لوړ کړي دي.دوی هيله وښودله چې د ياد مرکز د جوړولو له لارې د تندلارۍ او ترهګرۍ تر منفي اغيزې لاندې کسان به بيا زمونږ په ټولنه کې برخه واخلي او د دوی عادی ژوند به اعاده شي. د بشري حقونو د تضمين په برخه کې دغه مرکز د مسلکي مهارتونو د روزلو په بهير کې ګډون کوونکو ته اجازه ور کوي چې خپل کورونو ته ستانه شي او نورو وګړو ته د پيغامونو د استولو ازادي لري.د دغه ګډونوالو خپلوان د دوی د روزلو په باب ټول معلومات لري او په ويډيو کې له دغو زده کوونکو سره خبرې او زنګ وهلی شي او د دې ترڅنګ کله نا کله له دغو ګډونوالو سره د کتلو لپاره ياد مرکز ته تللی شي. د لويديځو هېوادونو سياستوالو او خبري رسنيو ويلي چې په شينجيانګ کې پر بشري حقونو باندې تېری کيږي ، خو حقيقت دا دی چې په دې سيمه کې دغه حالت نه ليدل کيږي.

په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو د روزلو کارونه د چين له خوا د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو په اړه د وړانديز د غوره کېدو او د م م د ترهګرۍ ضد نړيوالې ستراتيژۍ او د زورواکۍ او تندلارۍ د مخنيوي د عملي پلان د پلي کېدو يو مشخص ګام دی . په تېرو څو کلونو کې دغې سيمې د تندلارۍ او ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې. په مسلسلو دريو کلونو کې په دې سيمه کې هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، ټولنه يې په ثابت ډول ساتل شوې،اقتصادي پرمختګ يې شوی، د خلکو ژوند په پر له پسې توګه ښه شوی ،کلتوري سمسورتيا يې هم موندل شوې ،بېلا بېل مذهبونه په ګډه په سوله کې ژوند کوي او د بېلا بېلو قومي وګړو د نيکمرغۍ احساسات تر ډېرې اندازې پورې زيات شوي دي.د خوندي او ثابت حالت پر وړاندې په دې سيمه کې سمسورتيا موندل شوې ده. تېر کال شينجيانګ ته د ورغلو سيلانيانو شمېر له ۱۵۰ مليونو څخه اوښتی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۴۰ زيات شوی دی. په دې جمله کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر دوه مليونه څلور لکه درې زره او دوه سوه تنو ته رسيدلی چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس اعشاريه ۷۸ زيات شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای