CRI Online

تبصره: د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه د امريکا شوم نيت به ناکام شي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-05 20:22:03

د امريکا استازو جرګې په دې وروستيو ورځو کې د تش په نوم د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو د پاليسۍ قانوني مسوده تصويب کړه، دا د چين په کورنيو چارو کې د امريکا څرګنده لاسوهنه ده، امريکا د شينجينګ د ادارې په اړه د چين حکومت پر تګلارو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ثبات ساتلو په برخه کې د چين پر شويو ګامونو او د شينجيانګ د بشري حقونو پر وضعيت بې بنسټه نيوکې کړي او ترهګريز او زورزياتي ځواک ته يې غلط پيغام ورکړی دی. د امريکا د دغو کړنو موخه د شينجيانګ د سمسوريا او ثبات او د چيني ملت د بيا سمسورتيا جريان زيانمنول دي. امريکا يو ځل بيا د شينجيانګ د چارو په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي شوم نيت څرګند کړی، خو دغه نيت به يې خامخا ناکام شي.

حقيقت دا دی چې په شينجيانګ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې چارې او د افراطيت د له منځه وړلو کارونه د ترهګرۍ ضد نړيواله مبارزه کې يوه نوې لاره بلل کيږي او د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي، چې شينجيانګ ته مې سفر کړی او هلته مې پرمختګ، سمسوريا او د بېلا بېلو قومونو د خلکو نيکمرغه ژوند ليدلی دی. په شيجيانګ کې د چين حکومت تګلارې له ملي وضعيت سره سمون لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای