CRI Online

د چين له سترې برخې سره د مکاو د يو ځای کېدو له شلو کلونو راهيسې د دې سيمې او نورو هېوادونو او سيمو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-06 11:43:54

روان کال د چين له سترې برخې سره د مکاو د خاصې اداري سيمې د يو ځای کېدو له شلمې کاليزې سره برابر دی او په مکاو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د کميشنر دفتر د جوړېدو شلمه کاليزه هم ده. له شلو کلونو راهيسې دغه فتر له دې اداري سيمې سره ګډ پرمختګ کړی او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو پرعيني شاهد ګرځيدلي او د دې سيمې د ديپلوماتيکو چارو د نوې راتلونکې د برابرولو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.په مکاو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د کميشنر دفتر د دسمبر په پنځمه نېټه د دې دفتر د جوړېدو د شلمې کاليزې په مناسبت يوه مېلمستيا تر سره کړه. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال هه هو هوا، د مکاو د خاصې اداري سيمې مشر چوي سای ان ، د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يوو چنګ او د ياد دفتر کميشنرې شن پی لي په دې مېلمستيا کې ګډون وکړ.

شل کاله دمخه د مکاو خاصه اداري سيمه په رسمي توګه جوړه شوه او ورڅخه څرګند شوې چې چين د ملي واحد او قومي سمسورتيا په برخه کې کلک ګام پورته کړی او د مکاو خلک د دې سيمې خاوندان دي. له هغه وخت څخه په مکاو کې چې د نړي د لويديځ او ختيځ ترمنځ د تګ راتګ مرکز ګڼل کيږي، نوی خوځنده ځواکونه راپارول شوي او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د يوې کلا په توګه د دې سيمې رول د ليدو وړ دی.

د مکاو د خاصې اداري سيمې مشر چوي سای ان د معلوماتو له مخې د چين له سترې برخې څخه د مکاو له يو ځای کېدو راهيسې دغې سيمې په يو هېواد کې له دوو نظامونو ، اساسي قانون او د مکاو له بنسټيز قانون څخه برخمنې شوې او په بهرنيو ديپلوماتيکو چارو کې يې ستر پرمختګونه موندلي دي. هغه وويل د چين د مرکزي حکومت او د چين د بهرنيو چارو وزارت د کميشنر دفتر تر ملاتړ لاندې نه يوازې مکاو په لازياتو نړيوالو سازمانونو او پروتوکولونو کې ګډون کړی بلکې د هغو هېوادونو او سيمو شمېر هم په څرګنده توګه زيات شوی چې د مکاو خلکو ته يې بې له ويزې څخه د سفر اجازه ور کړی او دغو هېوادونو ته د رسيدو پر مهال يې هغوي ته ويزې ور کړې دي.د چين د مکاو په نوم لاسليک شوي نړيوال تړونونه ډېر دي او له اقتصاد، سوداګرۍ، پولي او هوايي چارو او عدلي مرستو سره تړاو لري. د چين د بهرنيو چارو وزارت د کميشنر دفتر تر مرستو لاندې د مکاو خاصې اداري سيمې د نړيوالو سازمانونو ځينې غونډې هم تر سره کړې دي.

له شلو کلونو راهيسې د مکاو اقتصاد ستر پرمختګونه موندلي او د خلکو د ژوند ګراف او د دې سيمې د نړيوال کېدو سويه په پر له پسې توګه لوړه شوې او له نورو هېوادونو او سيمو سره تګ راتګ ورځ تر بلې زيات شوی دی.

ياد دفتر د مکاو د نړيوال کېدو په بهير کې ډېر مهم رول لوبولی دی. د دې دفتر کميشنرې شن پۍ لي وويل، د هغو نړيوالو سازمانونو شمېر چې پکې مکاو ګډون کړی، له ۵۱ څخه تر ۱۲۰ پورې زيات شوی دی . له دې کبله د مکاو او نورو هېوادونو او سيمو ترمنځ تګ راتګ ورځ تل بلې زيات شوی دی. د هغو هېوادونو او سيمو شمېر چې د ويزې ور کولو په برخه کې يې له مکاو سره ښه چلند کړی ، له درېيو څخه يو سل څلورڅلوېښتو ته ډېر شوی چې له امله يې د مکاو خلکو ته د تګ راتګ لازياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يوو چنګ د راتلونکي د يادونې په ترڅ کې وويل چې دغه وزارت به په يو هېواد کې د دوو نظامونو پلي کولو ته دوام ور کړي، د اساسي قانون او د مکاو بنسټيز قانون واک به وساتي او د هانکانګ او مکاو په چارو کې به د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنې مخنيوی وکړي تر څو د چين ملي حاکميت ، امنيت، پرمختيايي ګټې او د دې سيمې سمسورتيا او ثبات وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای