CRI Online

چين له امريکا څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پرضد نړيواله مبارزه کې دې خنډونه نه اچوي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-06 19:50:05

څو ورځې مخکې امريکا د تش په نامه د ۲۰۱۹م کال د اويغور د بشري حقونو د پاليسۍ قانوني مسوده تصويب کړه او دغه مسوده د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې په برخه کې د چين پر کوښښونو سترګې پټوي او په ناوړه توګه د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين د حکومت پر تګلارې حمله کوي. د امريکا دغه عمل له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده. له دغې مسودې څخه څرګندېږي چې امريکا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې دوه ګونې معيارونه نيسي او د بشري حقونو د بيرغ په اوچتولو سره د چين په کورنيو چارو کې د زور لاسوهنه کوي. امريکا ترهګريزو ډلو ته ناسمه نښه ورکوي، ځکه د چين د خلکو په شمول د نړيوالې ټولنې له ټينګ مخالفت سره مخامخ ده.

د شينجيانګ مسئله د بشري حقونو، قوم او مذهب مسئله نه ده بلکې له ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې سره د مخالفت مسئله ده. د چين حکومت تل د قوانينو له مخې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوي او د بشري حقونو د ساتلو لپاره هڅې کوي. ترهګري د بشريت ګډ دښمن دی. اوسمهال نړيوال حالات د ژورو بدلونونو په حال کې دی، د ترهګرۍ او افراطيت ګواښونه هم د سختېدو په حال کې دي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي، دوه ګونې معيارونه دې نه نيسي او د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې او په دې برخه کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره دې زيات خدمتونه وکړي، د ترهګرۍ پرضد نړيواله مبارزه کې دې خنډ نه ګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای