CRI Online

په شينجيانګ کې د ترهګريز چاپيريال پر ځای ثبات او سمسورتيا رامنځته شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-07 16:45:49

د امريکا د استازيو په مجلس کې څو ورځې مخکې د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو قانوني مسوده تصويب شوه. دغې مسودې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطګرۍ ضد د چين پر هلوځلو تور لګولی او د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين پر تګلارو باندې يې حمله کړې ده.

د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسې د چين په دننه او دباندې د قومونو د بېلتون غوښتونکو، افراطي مذهبي ځواکونو او زور زياتي کوونکو په شينجيانګ کې په زرګونو ترهګريزې پيښې تر سره کړې دي. د ترهګرو او زور زياتي کوونکو کړنې په شينجيانګ کې ټولنيز نظام سخت ويجاړ کړی و او د ځايي اوسيدونکو بنسټيز بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي و.

چين د ترهګرۍ ضد د نړيوالې ټولنې د تجربو پر بنسټ د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره يو لړ دفاعي تدبيرونه نيولي دي. د شينجيانګ حکومت د مسلکي، تخنيکي او تکنالوژيو د روزنې مرکزونه يې جوړ کړي چې په کې د ترهګرۍ او افراطګرۍ تر اغيزې لاندې کسان پکې د ژوند او کارونو لپاره تخنيکي او تکنالوژۍ زده کړې کولی شي. دغه تدبير د ترهګرۍ او افراطګرۍ ضد په نړيوالو چارو کې يو ستر خدمت دی او هغو هېوادونو ته ښې تجربې برابروي چې د ترهګرۍ له مسئلو سره مخ دي.

د اغيزمنو کارونو وروسته په شينجيانګ کې په مسلسلو دريو کلونو کې هيڅ يوه ترهګريزه پيښه نه ده رامنځته شوې او د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ژوند او پرمختګ حقونه په بشپړه توګه تاًمين شوي دي. د شينجيانګ د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره يې قوي بنسټونه جوړ کړي دي.

اوسمهال په شينجيانګ کې د ثبات او سمسورتيا حالت د رامنځته کولو بهير اسانه نه دی، هيڅ هېواد او بهرني ځواک ته اجازه نه ورکول کيږي چې د شينجيانګ په چارو کې مداخله وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای