CRI Online

د ميانمار ولسمشر وين مينټ د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-08 19:11:27

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د خبر له مخې، د ميانمار ولسمشر وين مينټ د دسمبر په ۷ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه ناپيداو کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي په دغه کتنه کې په خپلو خبرو کې وويل، راتلونکی کال به د چين او ميانمار ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰ مې کاليزې سره برابره وي، چين غواړي له ميانمار سره د راتلونکې ګډې ودې لپاره پلان جوړ کړي، د دغې کاليزې د نمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه به په ښه توګه جوړ کړي، په تېره بيا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ به پياوړی کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته نوې وده ورکړي.

ولسمشر وين مينټ په خپلو خبرو کې وويل چې ميانمار له چين څخه مننه کوي چې له اوږدې مودې راهيسې د ميانمار د ملي حاکميت او وقار په ساتلو او د خپلې اقتصادي او ټولنيزې ودې د هڅولو لپاره مرستې برابروي. هيله ده چې دواړه خواوې متقابل سياسي اعتماد لا ټينګ کړي ، د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو بهير چټک کړي او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای