CRI Online

تبصره: ولې لويديځې رسنۍ په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د سي جي ټي اين پر مستند فلمونو غلې پاتې دي؟

cri     (GMT+08:00) 2019-12-08 19:56:57

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن سي جي ټي اين پدې وروستيو ورځو کې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه دوه مستند فلمونه خپاره کړل چې پدې سره يې په شينجيانګ کې د تروريزم او مذهبي تندلارۍ ګواښونه کتونکو ته څرګند کړل. دغه دوه مستند فلمونه په ټولنيزو رسنيو کې د ډېرو کتونکو توجه وړ ګرځېدلي دي، خو ډېرو لويديځو خبري رسنيو پدې اړه رپوټونه کم خپاره کړي.

د سي جي ټي اين لخوا د لومړي خپور شوي مستند فلم عنوان دا دی (د چين شينجيانګ، د ترهګرۍ ضد مبارزې د ميدان په مخکښه کرښې کې دی)، په دغه فلم کې د شينجيانګ په مرکز ارومچي ښار کې د ۲۰۰۹ کال د جولای په پنځمه نېټه ، په بېجينګ کې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۲۸ مه نېټه او په کون مينګ ښار کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د رامنځته شوو خونړو پېښو ويډيوګانې ليدل کېږي. د بل فلم عنوان دا دی ( د پردې ترشا ــــــ د ختيځ ترکستان او په شينجيانګ کې کړي ترهګريز بريدونه )، په دغه فلم کې د تندلارۍ فکرونو په خپرولو، د بېلابېلو قومونو په اړيکو کې شيطانت او منافقت کول، د ښځو او ماشومانو په ځورولو او د ترهګريزو پېښو په طرحه او ترسره کولو کې د يادې ډلې ډول ډول ناوړه کړنې ښودل شوې چې پدې سره رسوا شوی چې دغه ډله د نړيوال ترهګريز کړۍ يوه برخه ده او نه يوازې د چين بلکې د نړۍ ګډ امنيت ګواښي.

په داسې حال کې چې د امريکا استازو جرګې د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو تګلارو د قانون مسوده تازه تصويب کړې او پدې سره يې د چين په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه کړې، ياد دوه فلمونه ډېر پر ځای دي، ځکه د شينجيانګ حقيقتونه يې نړيوالو ته ښودلي او د لويديځو رسنيو او سياسيونو بد نيت او دوه ګوني معيارونه يې رسوا کړي دي. لويديځې رسنۍ او سياسيون د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو امنيت ته توجه بيخي نه کوي، دوی يوازې هڅه کوي د بشري حقونو، ديموکراسۍ او ازادۍ په پلمه پر چين تور ولګوي،د چين د پرمختګ مخه ونيسي او خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای