CRI Online

نړيوالې ټولنې د شينجيانګ په اړه د امريکا د استازو جرګې لخوا تصويب شوې د قانون مسوده وغندله

cri     (GMT+08:00) 2019-12-08 20:05:00

د امريکا استازو جرګې څو روځې دمخه د چين له ټينګ مخالفت سره سره د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو تګلارو په اړه د قانون مسوده تصويب کړه، چې دغه کړنه د نړيوالې ټولنې په کچه له غندنو سره مخامخ شوې ده.

د افغانستان د ډېلي اوټلوک ورځپاڼې ليکوال هجت الله زيا وويل چې امريکا د دغې قانوني مسودې په تصويبولو سره د چين په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه کړې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې يې دوه ګوني معيارونه غوره کړي چې له امله يې اسيا او د منځني ختيځ سيمه ډېر غم ځپلې ده. نوموړي زياته کړه چې د هر هېواد حکومت دا حق لري چې د "دريو قواوو" پر ضد د مبارزې لپاره خپل لازم تدبيرونه غوره کړي څو د تروريزم ګواښونه له منځه يووړل شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا همېشه د نورو په کورنيو چارو کې مداخله کوي. دا چې امريکا په تاريخ کې هندي نژاده وګړي قتل عام کړي و، افريقايان يې غلامان کړي وو او د افغانستان، عراق ، سوريې ، ليبيا، يمن او ډېرو نورو هېوادونو کې يې جګړې پيل کړې، نو دغه هېواد بيخي حق نه لري چې د نورو هېوادونو په قومي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ترکيې د وطن پالونکي ګوند سرمنشي دوګو پرينسک له ۱۹۷۶کال څخه ډېرې ځلې شينجيانګ ته سفرونه کړي او له سي ار ای سره په مرکه کې يې وويل چې دا په چين کې د ترهګرۍ د راپارولو پرېکړه ده او د چين ځمکنۍ بشپړتيا ته د زيان رسولو په اړه ناوړ عمل هم دی. د ترکيې د وطن پالونکي ګوند او د ترکيې خلک له دې امله د امريکا د استازيو مجلس د پرېکړې سخته غندنه کوي. چين د بشري حقونو د ساتنې، د لږکيو قومونو د ازادۍ د ساتنې او د ملي کلتوري د پرمختيا په برخه کې نړۍ ته يو ښه مثال وړاندې کړی.

د مصر د الاهرام ورځپاڼې مسؤل مدير منضور ابوالاعظم زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل چې پخوا دوه ځلې شينجيانګ ته تللی او هر ځل چې شينجيانګ ته رسېدلی يم، د شينجيانګ پرمختګ چټکه او نوې بڼه مې ليدلې. زما په اند، امريکا له اوږدې مودې راهيسې د بشري حقونو په پلمه پر چين فشار اچولی تر څو په سياسي، اقتصادي او سوداګريزو برخو کې خپل لومړيتوبونه تر لاسه کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای