د امريکا د استازيو په مجلس کې دغه تازه تصويب شوې قانوني مسوده د نړيوالې ټولنې په کچه هم له غندنو سره مخامخ ده. د پاکستان واکمن ګوند يعنې تحريک انصاف ګوند د کمېټې غړي او د دغه هېواد د پارلمان مرستيال قسيم سوري له سي ار ای سره د مرکې پر مهال وويل چې شينجيانګ د چين د خاورې يوه برخه ده، چين زموږ ګاونډی هېواد او ورور دی. د شينجيانګ مسئله د چين کورنۍ چارې دي، د پاکستان حکومت د شينجيانګ په اړه د لويديځو خبري رسنيو له منفي رپوټونو څخه ټينګ مخالفت کوي او په دغه سيمه کې د چين د حکومت له ټولو هغو تدبيرونو څخه ملاتړ کوي چې د دغې سيمې د سولې لپاره يې غوره کړي دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |