CRI Online

د چين د سور صليب ټولنې مشر د سره صلين او د سرې مياشتې د نړيوالې ګډې ټولنې له سرمنشي الحاج اسسي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 10:40:33

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د سور صليب او د سرې مياشتې د نړيوالې ګډې ټولنې مرستيال رئيس او د چين د سور صليب ټولنې مشر چن جو د دسمبر په اوومه نېټه په ژنيو کې د دې نړيوالې ګډې ټولنې له سرمنشي الحاج اسسي سره وکتل. دواړو خواوو د ۲۰۳۰ کال د ستراتيژۍ، د نړيوالو متخصصينو ترمنځ د نظريو تبادلې او نړيوالو بشري مرستو په شمول د موضوعاتو په باب د نظريو تبادلې وکړې.

چن جو دې ته په اشارې سره وويل چې د ښاغلي اسسي تر ملاتړ لاندې د چين د سور صليب ټولنې او يادې نړيوالې ګډې ټولنې د متخصصينو ترمنځ د نظريو تبادلې کارونو مهم پرمختګونه موندلي دي. هغه هيله وښودله چې دواړه خواوې د متخصصينو ترمنځ د نظريو تبادلې مکانيزم جوړ کړي او د سور صليب ټولنې ، سرې مياشتې غورځنګ او د نړيوالو بشري چارو لپاره به لازيات غوره متخصصين وروزي.

اسسي د بشري حقونو په برخه کې د نظريو تبادلې او همکارۍ د پرمخبيولو لپاره د چن جو له ګڼ شمېرو هڅو څخه مننه څرګنده کړه او په نړيوالو بشري مرستو کې يې د چن جو او د چين د سور صليب ټولنې لاسته راوړنې وستايلې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای