د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن سي جي ټي اين پدې وروستيو ورځو کې په انګريسي ژبه دوه مستند فلمونه خپاره کړل .په دغو فلمونو کې "د چين د شينجيانګ د ترهګرۍ پرضد د مبارزې جبهې" او "د پردې تر شا - ختيځ ترکستان غورځنګ او په شينجيانګ کې شوې د زور زياتي او ترهګريزې پېښې " چې په دغه سيمه کې د سخت تروريزم او مذهبي افراطيت له امله رامنځته شوي يو لړ ظلمونه څرګندوي او په سيستماتيک ډول د ستونزې د حل لپاره د چين سترې هڅې پکې په ګوته شوې دي.دا د حيرانتيا خبره نده چې ځينې لوېديځې رسنۍ او سياستوال چې تل يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دوه ګوني معيارونه نيولي ، د دغو دوو مستند فلمونو په اړه انتخاب ړانده کړي او خپل غږونه يې خاموش کړي دي.
تروريزم او مذهبي افراطيت د انسانانو دښمنان دي او د نړيوالې ټولنې پر وړاندې ګډې امنيتي ننګونې دي، خو د تروريزم او افراطي ځواکونو پر وړاندې نړيواله حکومتداري څنګه بايد تر سره شي او د شينجيانګ د حکومتولۍ اصلي وضعيت څه ډول دی؟ دا د لوېديځو سياستوالانو اصلي اندېښنې ندي، بلکې دوی د "بشري حقونو" او "ډيموکراسۍ" په پلمه چلونه لوبولي او د چين د ويشلو او ګډوډولو لپاره يې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين د پاليسۍ د بدنامولو لپاره هراړخيزې هڅې کړې دي.
درواغ هميشه دروغ دي.د سي جي ټي اين لخوا خپاره شوي ياد دوه مستند فلمونه د تروريزم پروړاندې د شينجيانګ د سترو لاسته راوړنو او بې ساري ثبات او هوساينې په اړه مفصل حقايق ښيي.دا د هېڅ ډول افواه کونکو تورونو مبالغه نه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |