د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ژمي يخ موسم تر رارسېدو مخکې، د بېوزلو بزګرانو او مالدارانو وروستۍ ډلې له غرنيو او صحرايي سيمو څخه په هوارې کې هغو نويو کورونو ته کډه کړې چې د دولت او ځايي حکومت تر مرستې لاندې جوړ شوي دي. په دې توګه شينجيانګ د ۱۳م پنځه کلن پلان په چوکاټ کې نويو مناسبو کورونو ته د بېوزلو کسانو د کډه کولو دنده په هراړخيزه توګه بشپړه کړې ده، ۴۰۱۴۶ کورنۍ او ۱۶۹ زره ۴۰۰ تنه نويو کورونو ته کډه شوي دي.
د کشغر سيمې په يه چنګ ولسوالۍ کې ، له ۲۰۱۷ کال راهيسې ، اکتاش سيمې د درېيو غرنيو ولسواليو ۳۱۵۰ کورنۍ او ۱۴زره بېوزله خلک منلي چې په شينجيانګ کې د بيا مېشتېدو تر ټولو لويه سيمه ګرځېدلې ده.
ځايي حکومت د يادو کسانو د ستنېدو شرايطو د ښه والي کولو پر بنسټ د نويو کورونو په سيمه کې اوه فابريکې راجلب کړې چې نوي کډه شويو کسانو ته يې د کار او استخدام څه دپاسه څلور زره فرصتونه برابر کړي دي. برسيره پر دې، د دغو بېوزلو کسانو لپاره د خپلو سوداګريزو چارو د پيل ډګرونه هم ګام په ګام جوړ شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |