CRI Online

د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو په باب د چين او جاپان تر منځ ۱۳م فورم د جاپان په پلازمينه توکيو کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 11:00:53

 

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو په باب د چين او جاپان تر منځ ۱۳م فورم د دسمبر په اتمه نېټه د جاپان په پلازمينه توکيو کې تر سره شو.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېسيون مرستيال مشر جانګ يونګ په دې فورم کې دې ته اشاره وکړه چې سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰مه کليزه ده، چين به په پر له پسې ډول د لا لوړ معيار لرونکي ورخلاصون د ساتنې او د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي لپاره کوښښونه وکړي. چين د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو په برخه کې د جاپاني شرکتونو او سازمانونو د ګډون هرکلی کوي او غواړي چې دواړه خواوې د دوامداره پرمختګ د پرمخبيولو لپاره سره يو لاس شي. هغه په دې اړه ۴ وړانديزونه وړاندې کړل، لومړی، دې د پاليسيو په باب تبادلې پياوړې شي، دوهم، د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ دې ژورې شي، درېيم، دواړه خواوې دې په نړيوال بازار کې ګډ کوښښونه وکړي، څلورم، د دواړو خواوو تر منځ کولتوري تبادلې او همکارۍ دې پياوړې شي.

له ۲۰۰۶م کال څخه تر اوسه پورې، کابو ۶۰۰ همکاريزې پروژې د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتنې په فورمونو کې لاسليک شوې دي. دغه فورم د دواړو هېوادونو شرکتونو، علمي ارګانونو او ځايي حکومتونو ته د همکارۍ صحنه برابروي. (شکريه)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای