CRI Online

د امريکا سياستوال بايد د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد مبارزه کې دوه ګوني معيارونه نه غوره کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 15:25:46

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې مشر او د دغې سيمې د ګوندي کمېټې مرستيال شوکرت ذاکر د دسمبر په ۹مه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل چې د امريکا د کانګرس د استازو جرګې څو ورځې مخکې د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو تګلارو په اړه د قانون مسوده تصويب کړه، دا له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده او د چين په کورنيو چارو کې سخته ښکاره لاسوهنه هم ده.

نوموړي وويل، د امريکا ځيني سياستوال بايد تعصب پرېږدي او د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد مبارزه کې دې دوه ګوني معيارونه نه غوره کوي. دا يو واقعيت دی چې د شينجيانګ د ثابت پرمختګ او سمسورتيا بهير او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د يووالي ساتنې ګامونه د هېڅ ځواک لخوا مخنيوی نه شي کېدای. هغه زياته کړه چې په تېرو وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د توليداتو په عمومي ارزښت کې هر کال اته اعشاريه پنځه سلنه منځنی زياتوالی راغلی او په ښارونو او کليوالو سيمو کې د خلکو عايدات کلنی زياتوالی له اته سنلې څخه هم زيات دی. د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې شينجيانګ څه باندې دوه سوه مليونه سيلانيان منلي او له ۲۰۱۴ کال راهيسې په شينجيانګ کې دوه مليونه درې لکه او پنځه اتيا زره او درې سوه کسان له بېوزلۍ څخه رايستل شوي دي. (هيله)

(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای