CRI Online

د سترګو او غوږنو پټول به خامخا واقعيتونو ته و نه رسېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 16:53:05

څو ورځې دمخه د چين تر ميډيا ګروپ لاندې د چين نړيوالې ټلويزيوني شبکې(CGTN) په شينجيانګ سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد دوه انګلسي مستند فلمونه خپاره کړل چې پکې د زياتو ترهګريزو بريدونو او پېښو اصلي ويډيوګانې د لومړي ځل لپاره نړيوالو ته ښودل شوې او د چين په دننه او بهر کې د زياتې پاملرنې سبب ګرځېدلي دي. خو د امريکا او لوېديځو هېوادونو يو شمېر خبري رسنيو چې له دې وروستۍ مودې راهيسې يې تل د شينجيانګ مسئلې په اړه له مبالغې ډک رپوټونه او ليکنې جوړې کړې، ټولو پر دغو دوو فلمونو خپلې سترګې او غوږونه پټ کړل او چوپتيا يې وساتله. له دې څخه څرګندېږي چې د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو تل د ترهګرۍ پر ضد مسئله کې دوه ګوني معيارونه غوره کړي او کوي يې. دوی په دې کار سره نړيوالو ترهګرانو ته ډېره خطرناکه نښه ښودلې او هرومرو به د دوی لپاره پخپله بدې پايلې ولري.

په حقيقت کې د شينجيانګ مسئلې په اړه د بېلا بېلو قومونو خلک چې په دغه سيمه کې اوسېږي، تر ټولو زيات د وينا حق لري. تر اوسه پورې ۳ کاله تېر شول چې په شينجيانګ کې هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې. د روان کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې شينجيانګ څه باندې ۲۰۰ مليونه تنه مسافر منلي او سيلانيز عايدات يې له ۳۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتي دي. دغه دوه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰٪ لوړې شوې دي. دغه راز په شينجيانګ کې د بېوزليتوب د رامنځته کېدو انډول د ۲۰۱۴ کال له ۲۲.۸۴٪ نه ۶.۵۱٪ ته هم ټيټ شوی دی. داسې شمېرې ټول د شينجيانګ د پرمختګ تر ټولو ښې شاهدې او ټولو تور لګونو ته قوي ځواب هم دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای