CRI Online

د شينجيانګ بېلابېلو ټولنو د يادې سيمې په اړه د امريکا د استازو مجلس لخوا تصويب شوې مسوده وغندله

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 16:59:03

د امريکا د استازو مجلس هغه کړنه چې د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو تګلارو مسوده يې تصويب کړه، د شيجيانګ د بېلابېلو قومونو د خلکو له مخالفت او غندنو سره مخامخ ده. د دغې سيمې د ښځو ټولنې رئيسې اينور محستي له سي ار ای سره د مرکې پر مهال د امريکا دغه کړنه د چين د حکومت پر تګلارو سخت بريد وباله او له دې امله يې ناخوښي څرګنده کړه.

د شينجيانګ د ختن ښار اوسېدونکي ابولاتي ناتير سي ار ای ته وويل چې هغه پخوا د ديني تندلارۍ تر اغېزې لاندې و او وروسته په ختن ښار کې د مسلکي مهارتونو په روزنيز مرکز کې شامل شو، هلته يې ملي ژبه، قوانين او څو مسلکي مهارتونه زده کړل او له دغه مرکز څخه تر فراغت وروسته د دغه ښار د جرثقيلونو د کرايه کولو په شرکت کې وګمارل شو چې پدې سره يې ژوند بدل او ښه شوی دی. نوموړي وويل ، د امريکا د استازو مجلس له چين څخه د شينجيانګ د بېلتون په موخه تش په نامه د بشري حقونو مسوده تصويب کړه، موږ د دغې مسودې پر وړاندې غلی نه شو پاتې کېدای او بايد خپل نظرونه څرګند کړو. په روزنيز مرکز کې مې مسلکي مهارتونه زده کړل، اوس يوه ښه دنده لرم، ژوند مې ښه شوی او خپلوان مې زما له بدلونونو څخه ډېر راضي دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای