CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنه د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 10:26:20

د چين د سهامي شرکتونو له خوا د يو کمربند او يوې لارې د ګډو ابادولو نړيوال فورم يعنې په نورو هېوادونو کې د پانګونو ستره غونډه د دسمبر په ۹مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د ۴۳ هېوادونو او سيمو د حکومتي ادارو، صنعتي او سوداګريزو ټولنو، مسلکي ارګانونو او شرکتونو څه باندې ۵۰۰ استازو په دې فورم کې ګډون کړی و. برخوالو په دې موافقه وو چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنه د نړيوالو اقتصادي تبادلو لپاره نوې لاره پيدا کوي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابروي.

د يوې شمېرنې سره سم، د سږ کال د اکتوبر تر پای پورې، چين د ۱۳۷ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې په باب ۱۹۷ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، چين اړوندو هېوادونو ته د ۹۵۰ ميليارډه امريکايي ډالرو په ارزښت مالونه صادر او وارد کړي او په غير پولي برخه کې يې په دغو هېوادونو د څه دپاسه ۱۰ ميليارډه ډالرو په ارزښت پانګونې کړې وې. د نړيوال تجارت د مرکزي کميټې سر اجرائيوي مشر ارون ماناسينغ وويل، موږ غواړو چې د چين بازار ته د ننوتلو لپاره له بهرنيو شرکتونو سره مرسته وکړو، څو د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو وړانديز په ښه توګه تطبيق شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای