د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوګان د دسمبر په نهمه نېټه وويل چې ترکيه به د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره لازمې مرستې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په استانبول کې د افغانستان مسئلې په هکله د استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو په اتمه غونډه کې وويل چې بايد په افغانستان کې د داعش ډلې د ويروس مخنيوی وشي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان څخه مالي او بشري ملاتړ وکړي تر څو په دې هېواد کې د ترهګريزو ډلو د ودې او پياوړتيا مخنيوی وشي. شخصي تصدۍ او سيمه ييزې پروژې بايد د دې هېواد په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |