CRI Online

د افغانستان په جنوب کې دوو چاودنوکې څوارلس تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 11:41:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې يوه افغان حکومتي چارواکي د دسمبر په نهمه نېټه وويل چې په همدې ورځ د دې هېواد په جنوب هلمند ولايت کې په دوو چاودنو کې د يوه بريدګر په شمول څوارلس تنه وژل شوي دي.

يو ځايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبريال ته وويل چې د همدې ورځې په سهار يو بريدګر د هغه موټر بم په وسيله د دې ولايت د نادعلي ولسوالې يوې پوستې ته داخل شو او چاودنه يې وکړه چې له امله يې د دې هېواد د ملي اردو اته تنه سرتيري او خپله بريدګر وژل شوی دی.

طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای