CRI Online

چين د شينجيانګ مسئلې په اړه د قزاقستان ولسمشر د واقعي او عادلانه څرګندونو زياته ستاينه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 18:43:12

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هو چون ينګ د دسمبر په ۱۰مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين د شينجيانګ مسئلې په اړه د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقايف د واقعي او عادلانه څرګندونو لوړه ستاينه کوي. د ولسمشر توکايف وينا په کلکه توګه د ځينو هېوادونو بې بنسټه خبرې ردې کړې دي.

د خبر له مخې، په دې وروستيو څو ورځو کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقايف د شينجيانګ مسئلې په اړه څرګنده کړه چې په شينجيانګ کې چيني اتباع اوسېږي. د بشري حقونو د ځينو نړيوالو سازمانونو لخوا برابر شوي معلومات له واقعيتونو سره سمون نه لري او په عمدي توګه يې د قزاقانو مسئله لمسولې ده. قزاقستان په دې پوهېږي چې دا د جغرافيايي سياست يوه برخه ده، ځکه چې چين او امريکا اوس يو له بل سره سوداګريزه جګړه کوي. خو قزاقستان نه غواړي د تش په نامه د چين پر ضد د نړيوالې جبهې يوه برخه و ګرځي. په شينجيانګ کې د بيا زده کړې يو شمېر ښوونځي جوړ شوي دي. هغې خبرې چې وايي چيني حکومت ټول چيني قزاقان په متمرکزو کمپونو کې بندي کړي دي، بيخي له واقعيتونو سره سمون نه لري. چيني قزاق تر هر څه لومړی چيني اتباع او د شينجيانګ مسئله د چين کورنۍ چارې دي. د نړيوالو قوانينو او د قزاقستان او چين ترمنځ د شويو تړونونو له مخې، قزاقستان د چين په کورنيو چارو کې د مداخلې حق نه لري او همداشان چين د قزاقستان په کورنيو چارو کې هېڅکله هم لاسوهنه نه ده کړې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای