د دسمبر ۱۰مه نېټه د بشري حقونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هو چون ينګ په همدې ورځ څرګنده کړه چې ځينو هېوادونو پر واقعيتونو د سترګو په پټولو سره د چين د بشري حقونو پر وضيعت بې پروا خبرې کړې او بې دليله تورونه يې لګولي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.
وياندې هو چون ينګ د چين د خارجه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چينايان په خپل هېواد کې د بشري حقونو د رښتيني حالت په اړه له نورو نه زيات د ويلو حق لري. سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی. له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې په چين کې ستر بدلونونه راغلي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو چارو هم تاريخي پرمختګ موندلی دی. ۷۰ کاله دمخه چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې ځان ازاد کړ او د خپل هېواد خاندان ګرځېدلي دي. د ۷۰ کلونو په پرمختګ سره چيني ملت ګام په ګام غني او پياوړی کېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |