CRI Online

د چين خارجه وزارت: په امريکا کې له مسلمانانو سره د تبغيض پديده ډېره ليدل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 20:35:47

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په لسمه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په امريکا کې ۷۵٪ بالغ مسلمانان پدې اند دي چې د دغه هېواد په ټولنه کې له مسلمانانو سره د تبغيض پديده ډېره ليدل کيږي. نړيواله ټولنه دې د مسلمانانو په اړه د امريکا د پاليسيو او په دغه هېواد کې د مسلمانانو د بشري حقوقو حالاتو ته پاملرنه وکړي.

هوا چون ينګ په خپلو خبرو کې وويل چې د ځينو امريکايانو څرګندونو يو ځل بيا موږ يو داسې حقيقت ته متوجه کړو چې امريکا نه يوازې په نړۍ کې يو لوی هېواد دی، بلکې د دروغ لويه ويونکې او خپرونکې ده. ځيني امريکايان د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم خلکو ته ډېره پاملرنه ښيي، خو له دوی څخه دا ښايي هير شوي چې امريکا په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې خپل هېواد ته يې د مسلمانانو د ننوتلو ممنوعيت فرمان صادر کړی دی. امريکا په دې وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په عراق، سوريې، ليبيا او افغانستان کې جګړې پارولې چې له امله يې ميليونونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د يادونې وړ دا چې ياد هېوادونه ټول اسلامي هېوادونه دي.

نوموړې همدارنګه دې ته په اشارې سره وويل چې د امريکا لخوا ترسره شوې سروې ښيي چې په دغه هېواد کې ٪۷۵ بالغ مسلمانان پدې اند دي چې د دغه هېواد په ټولنه کې له مسلمانو سره د تبعيض پديده ډېره ليدل کيږي او ٪۶۹ نور عام وګړي همدغه نظر لري. ٪۵۰ امريکايي مسلمانان پدې نظر دي چې په امريکا کې پدې وروستيو کلونو کې د مسلمانانو پر وړاندې ستونزې مخ په زياتېدو دي او مسلمانان هميشه لومړنۍ ډله ده چې له تر ټولو زيات تبعيض سره مخامخ ده. د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې د امريکاـ اسلام اړيکو د کمېټې لخوا خپور شوی رپوټ ښيي، چې له ۲۰۱۶ کال راهيسې په امريکا کې د مسلمانانو ضد ډلو شمېر ۲ چنده زيات شوی. په ۲۰۱۷ کال کې په دغه هېواد کې د مسلمانانو ضد پېښو کې نږدې يوه پر درېيمه برخه د حکومتي ارګانونو لخوا راوپارول شوه. په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا د منځني پړاو ټولټاکنو ته له يوې پر درېيمې برخې څخه زياتو نوماندانو مسلمانان سخت دريځه او ګواښ وبلل او نږدې يوه پر درېيمه برخې يې د اسلام دين رسميت رد کړ او ويې غوښتل چې مسلمانان دې له بنسټيزو حقونو څخه محروم شي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای