CRI Online

تبصره: د بشري حقونو په نړيواله ورځ د نړۍ د بشري حقونو ساتونکي رياکارانه څېره رسوا شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 20:45:46

نن د دسمبر لسمه نېټه او د بشري حقونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. امريکا له اوږدې مودې راهيسې ځان د نړۍ د بشري حقونو ساتونکی بولي، خو د بشري حقونو د سږنۍ نړيوالې ورځې په درشل کې م م د يوه رپوټ په خپرولو سره د دغه هېواد رياکارانه څېره رسوا کړې ده. د دغه رپوټ له مخې په امريکا کې د ګڼو کډوالو ماشومان په غېر قانوني ډول نيول او زنداني شوي او د هغوی پر بشري حقونوسخت تېری شوی دی. دا په دغه هېواد کې د بشري حقونو د سختو حالاتو نوې بېلګه ده.

د امريکا د قانون تطبيق کوونکي د غېر قانوني کډوالو د نيولو ترڅنګ د دوی ماشومان له خپلو کورنيو څخه بېل او زنداني کوي . د م م رپوټ ښيي چې اوس په امريکا کې تر يو لک زيات د غېر قانوني کډوالو ماشومان نيول شوي. برسيره پردې، د امريکايي رسنيو د خبر له مخې، په زندانونو کې د تېر کال له دسمبر راپدې خوا د غېر قانوني کډوالو لږترلږه ۵ ماشومان مړه شوي.

په امريکا کې د بشري حقونو حالاتو له سختېدو سره سره د دغه هېواد حکومت بيا هم هميشه په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو حالات غندي او آن د بشري حقونو د ساتلو په پلمه په نورو هېوادونو کې د قومونو په اړيکو کې منافقت کوي او په افغانستان، عراق، سوريې او داسې نورو هېوادونو کې يې جګړې راپارولې دي. د امريکا ځينو لوړپوړو چارواکو خبر داری ورکړی چې که نړيواله جنايي محکمه په افغانستان کې د جګړې په موده کې د امريکايي سرتېريو او استخباراتي کارکوونکو لخوا ترسره شوو جرمونو په اړه پلټنه پيل کړي، نو امريکا به د دغې محکمې پر قاضيانو او څارنوالو بنديزونه ولګوي. نو ويل کيږي چې امريکا د بشري حقونو په مسئله کې دوه ګوني ميعارونه غوره کوي او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای