د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د لاهور مترو د نارنجي رنګ پټلۍ ګټې ته د سپارلو مراسم د دسمبر په ۱۰مه نېټه تر سره شول او دغه په پاکستان کې لومړۍ مترو پرانيستل شوه.
د لاهور د مترو جوړوونکې پروژه چې د چين د پټليو لوی شرکت او د شمالي صنعتي شرکت پر غاړه وه، د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادولو له لومړيو پروژو څخه ده. دغه پروژه د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر کې پيل شوې او عمومي پانګونه يې کابو ۱ ميليارډ او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېږي.
د مالوماتو له مخې، دغه پټلۍ چې اوږدوالی يې ۲۵.۵۸ کيلومتره ښودل شوی، ۲۶ تمځايونه لري او د لاهور د ګڼې ګوڼې سيمې يې سره نښلولي دي. له پلان سره سم، پر دې پټلۍ هره ورځ ۲ لکه او ۵۰ زره تنه تګ راتګ کولی شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |