CRI Online

چين پر شينجيانګ د امريکا تور نه مني

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 11:22:34
چين پر شينجيانګ د امريکا تور نه مني

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ځينو سياستوالو څو ورځې مخکې ويلي چې د چين حکومت د شينجيانګ د اويغور مسلمانانو ته ستونزې جوړې کړې او تکليفونه يې رسولي. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۱۰مه نېټه په دې هکله وويل، د اويغور قوم د چين د مليتونو د ګډ کور يو غړی دی او د اساسي قانون له مخې حقونه او ازادي لري. چين په نړۍ کې له ډېرو اسلامي هېوادونو سره دوستانه اړيکې هم لري. امريکا د چين له دغه حالت سره رخه کوي، خو پر چين د دوی تور لګونه د منلو وړ نه دي.

مېرمن هوا چون ينګ وويل، د امريکا ځينو سياستوالو د شينجيانګ د اويغور قوم ته ناعادي پاملرنې کړې. د يادولو وړ ده چې امريکا په نړۍ کې يوازنی هېواد دی چې د مسلمانانو د ورتګ منع کولو حکم ور کړی او په دې وروستيو کلونو کې يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه د عراق، سوريه، ليبيا او افغانستان په شمول ځينو هېوادونو کې جګړې ترسره کړې او له امله يې څو مليونو ملکي وګړيو ته مرګژوبلې اړولې دي. دا هېوادونه ټول اسلامي هېوادونه دي. نو نړيواله ټولنه په امريکا کې د مسلمانانو د بشري حالاتو په اړه د اندېښنې کولو په اړه پوره لاملونه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای