CRI Online

د سي جي ټي اين (CGTN) لخوا خپاره شوي دوه مستند فلمونه د ايران د رسنيو د پاملرنې وړ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 15:05:03

د سي جي ټي اين (CGTN) لخوا خپاره شوي دوه مستند فلمونه د ايران د رسنيو د پاملرنې وړ شوي دي

سي جي تي ان (CGTN) څو ورځې مخکې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د چين مبارزې په اړه دوه مستند فلمونه خپاره کړل. چين په دغو دوو مستندو فلمونو کې په انګليسي ژبه په شينجيانګ کې د ترهګريزو پېښو له امله رامنځته شوي سخت زيانونه او د ترهګرۍ پر ضد د چين د مبارزې اړتيا بيان کړې او دا يې تصديق کړې چې د ترهګرۍ او توندلارۍ له منځه وړل د شينجيانګ د دايمي سولې لپاره يوازنی انتخاب دی.

د دغو مستندو فلمونو په اړه لنډې ويډيوګانې د ايران د رسنيو پاملرنې راجلب کړې او دغه ويډيوګانې يې هم په خپلو ويبپاڼو کې خپرې کړې او د کتونکو ډېرې تبصرې يې تر لاسه کړې دي.

يو ايراني چې شريف نومېږي، له دې سره سخت مخالفت څرګند کړ چې ترهګر د ماشومانو مغزونه مينځي او د ترهګرۍ پر ضد د شينجيانګ د مبارزې په اړه يې د امريکا په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو د دوه ګوني معيارونو په هکله شکونه وړاندې کړل. بل کس جوان علمدوست په وروستيو کلونو کې شينجيانګ کې تر لاسه شوي ستر برياليتوبونه وستايل او و يې ويل چې له ترهګرۍ سره د مقابلې په اړه د چين تدبيرونه اغېزمن او د منلو وړ دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای