CRI Online

د امريکا د ولسي جرګې قضايي جرګګۍ د ولسمشر ټرمپ د استيضاح دوه تورونه اعلان کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 15:37:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسي جرګې قضايي جرګګۍ د دسمبر په ۱۰مه نېټه د دې هېواد د ولسمشر ټرمپ د استيضاح دوه تورونه اعلان کړي چې ټرمپ له واکه ناوړه استفاده کړې او د ملي کانګريس د چارو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د ولسي جرګې د قضايي جرګګۍ مشر او د ډيموکرات ګوند غړي جېري نادلر په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د څېړنې له مخې، ولسمشر ټرمپ د اوکراين پر حکومت فشار اچولی او ورڅخه يې غوښتي چې په ۲۰۲۰ کال کې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، د نوموړي دا کړنه دا څرګندوي چې هغه له واکه ناوړه استفاده کړې او ځان يې تر قانون پورته بللی دی او د استيضاح څېړنې ته يې په سپکه سترګه کتلي او د ملي کانګريس د چارو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

(فرشته)


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای