CRI Online

د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ شورا د مشرانو په غونډه کې د دې سيمې د اقتصاد د يو کېدو غوښتنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 15:46:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ شورا د سرمشرانو ۴۰مه غونډه د دسمبر په ۱۰مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې تر سره شوه.

د سعودي عربستان پاچا سليمان بن عبدالعزيز آل سعود د يادې غونډې مشري وکړه. هغه په پرانيستونکې وينا کې وويل، د خليج د عربي هېوادونو همکارۍ شورا د دې سيمې لپاره ډېر بحرانونه حل کړي دي. ځکه چې ايران په دې سيمه کې د تېري پاليسې نيولي او د ګاونډي هېوادونو ثبات يې خراب کړی دی، د خليج سيمې هېوادونه دې يووالی وکړي او دغه بحران دې حل کړي. هغه له نړيوالو ټولنو څخه هم وغوښتل چې ضروري او اړين تدبيرونه ونيسي څو د انرژۍ د عرضې خونديتوب او پر سمندر باندې د بېړيو تګ راتګ ازادي تضمين شي.

د يادې شورا سرمنشي عبداللطيف الزياني د يادې غونډې په پای مراسمو کې اعلاميه خپره کړه چې له مخې به يې دغه شورا به له ۲۰۲۵ کال مخکې د غړيو هېوادونو د ګمرکي مالياتو د ټولنې، د ګډ بازار او د پولي او مالي اتحاد د جوړونو په شمول د اقتصاد د يو کېدو په اړه قانون جوړ کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای