CRI Online

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر اډې بريد وشو، تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر مالوم نه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 15:59:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د دسمبر په ۱۱مه نېټه د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، په همدې ورځ د سهار په پنځو بجو او پنځوسو دقيقو په پروان ولايت کې د امريکايي ځواکونو د بګرام پر هوايي اډې موټر بم بريد وشو خو تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې کره شمېر مالوم نه دی.

يو عيني شاهد ځايي خبري رسنيو ته ويلی، وسله والو ته نژدې موټر بم وچاوداوه، موږ يې دروند اواز واورېد او ورپسې وسله وال د بګرام اډې ته نږدې د يوه روغتون ودانۍ ته ننوتل او عيني شاهدان وايي چې د پېښې په ځای کې اوس هم ډزې اورېدل کېږي او نښته روانه ده، پر امنيتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې او پر اډې يې توغندي وتوغول. عيني شاهدان وايي چې اوس هم ډزې اورېدل کېږي او نښته روانه ده.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای