CRI Online

امريکا د چين او اسرائيل ترمنځ د همکاريو د ارزيابۍ حق نه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 16:03:49

په دې وروستيو ورځو کې د منځني ختيځ مسئلې په هکله د چين د حکومت ځانګړي استازي جای جون په لومړي ځل له فلسطين او اسرائيلو څخه ليدنه وکړه. نوموړي د دسمبر په نهمه نېټه د تلابيب د چين په کلتوري مرکز کې د چين او اسرائيل خبري رسنيو ته د دې سفر په باب معلومات وړاندې کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ور کړل. هغه وويل چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلو په هکله د چين دريځ څرګند دی او په دوامداره توګه به د فلسطين مسئلې په هکله د رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال د څلور فقره ييزو نظرونو پر پلي کولو ټينګار وکړي. د دې ترڅنګ هغه دا هم وويل چې د چين او اسرائيل ترمنځ اړيکې په ښه توګه پرمختګ کوي او ډېر پرمختيايي امکانات لري.

ښاغلي جای جون وويل چې په جلا جلا توګه مې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس او د اسرائيل د بهرنيو چارو له وزير کانز سره وکتل. که څه هم فلسطين له اسرائيلو سره ډېر توپيرونه او د اوسنيو حالاتو په هکله بېل نظرونه لري، خو دواړه خواوې غواړي چې په سوله ييزه توګه خپلمنځي توپيرونه او کشالې لېرې کړي. هغه وويل: اسرائيل او فلسطين دواړه هېوادونه زمونږ دوستان دي. نو مونږ هيله لرو چې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ مسئله په عادلانه، معقوله او دايمي توګه حل شي او د دواړو هېوادونو خلک په ارامتيا کې ژوند وکړي.د يادې مسئلې په هکله د چين دريځ څرګند دی.رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۷ کال کې د فلسطين مسئلې په هکله څلور فقره ييز نظرونه څرګند کړي: لومړی فلسطين او اسرائيل بايد د دواړو هېوادونو لايحې پربنسټ د دې مسئلې پر سياسي حل باندې ټينګار وکړي. دوهم دوی بايد په امنيتي چارو کې پر ګډو، همکاريزو او دواملرنکو نظرونو باندې ټينګار وکړي. امنيت د دوی لپاره ډېر مهم دی. درېيم د نړيوالې ټولنې هڅې او کوششونه دې همغږي وشي.څلورم عمومي تګلاره دې پلې شي او د پرمختګ له لارې د سولې د پرمخبيولو لپاره دې هڅې شي. پرمختګ د سوله ييزې موخې د تر سره کولو لپاره يوه مهمه برخه ده.

جای جون د چين او اسرائيل ترمنځ د اړيکو د يادونې په ترڅ کې په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوښت د همکاريزو اړيکو له ټينګېدو راهيسې دغو اړيکو په ټولو برخو کې پرمختګونه موندلي او پکې همکاريزې لاسته راوړنې ليدل کيږي. د يو کمربند او يوې لارې تر همکاريز چوکاټ لاندې د چين او اسرائيل ترمنځ همکارۍ ډېر امکانات لري. هغه وويل: په ۲۰۱۷ کال کې د چين او اسرائيل ترمنځ د نوښت د هر اړخيزو همکاريزو اړيکو تر ټينګېدو وروسته دغو اړيکو نوی پرمختګونه موندلي دي. منځني ختيځ سيمې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او پيوستون په برخه کې ډېر کارونه تر سره کړي. چين غواړي چې په برخه کې له اسرائيلو سره همکارۍ پياوړې کړي او هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې ځيني مشخصې همکاريزې لاسته راوړنې تر لاسه شي. زه په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام کوم.

د يوه اسرائيلي خبريال پوښتنه دا وه چې د دې هېواد د بندر په شمول ځينو بنسټيزو تاسيساتو کې د چين په پانګونو او ابادۍ کې جنجالونه رامنځته کړي او د ځينو هېوادونو د فشارونو پر وړاندې به اسرائيل په راتلونکي مياشت کې د بنسټيزو تاسيساتو د پروژو په برخه کې د بهرنيو پانګونو څارکميته جوړه کړي. په دې هکله چين څه نظر لري؟ جای جون وويل چې د چين او اسرائيل ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو له ګډو هيلو او اړتياوو سره سم د خلکو ګټو او نيکمرغۍ ته پاملرنه کوي.نو امريکايي د ارزيابۍ حق نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای