CRI Online

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د مرافعې ارګان وتړل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 16:11:05
د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د مرافعې ارګان وتړل شو

د ۲۰۱۹ کال د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د شورا پنځمه عمومي غونډه د دسمبر په لسمه نېټه په ژنيو کې پای ته ورسېدله. په دغه غونډه کې د دغه سازمان د مرافعې ارګان د اصلاح مسوده د امريکا د مخنيوي له امله تصويب نه شوه او له دې امله دغه ارګان د دسمبر له ۱۱مې نېټې څخه وتړل شو.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د جوړېدو له ۲۵ کلونو راهيسې د مرافعې ارګان ډېر مهم رول لوبولی چې د څه باندې ۲۰۰ د جنجال وړ مسئلې يې حل کړې دي. له اړوندو مقرراتو سره سم په دغه ارګان کې اوه تنه وکيلان دايمي دندې لري او هره قضيه د دريو وکيلانو لخوا په ګډه څېړل او سپيناوی يې کېږي. له دې امله چې امريکا د دغه ارګان د وکيلانو د دوامدارې ټاکنې او بياټاکنې په برخو کې خنډونه اچولي، د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ راهيسې په دغه ارګان کې يوازې درې تنه وکيلان پاتې دي. د روانې مياشتې په لسمه نېټه د امريکا او هند وکيلانو د ماموريت دنده بشپړه شوې او يوازې يو چيني وکيل پاتې دی، نو دغه ارګان قضيه نه شي سپيناولای.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ديپلوماتيک پلاوي سفير جانګ شيانګ چن په ياده غونډه کې پر امريکا نيوکه وکړه چې د مرافعې ارګان يې خراب کړی. هغه وويل، د مرافعې ارګان تړل کېدل د نړيوال سوداګريز سازمان له جوړېدو راهيسې پر څواړخيز نظام تر ټولو لوی ګوزار بلل کېږي او ښايي نړيوال تجارتي نظام ته سخت زيانونه او ناوړه نتيجه ورسوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای