CRI Online

تبصره: په چين کې د سوداګرۍ د اسانېدو سويه لوړه شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-11 20:54:52

د چين يو څېړنيز مرکز د دسمبر په ۱۱ مه نېټه د۰ ۲۰۲ کال لپاره د دغه هېواد د سوداګرۍ اسانېدو په اړه رپوټ خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۱۹ کال کې په چين کې د سوداګرۍ د اسانېدو شاخص ۷۶.۹۳ نمره ښودل شوی چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪۵.۳۱ زيات دی. په داسې حال کې چې نړيواله سوداګري ډېره کمزورې شوې، د چين د سوداګرۍ اسانېدو سويه لاپسې لوړه شوې چې نه يوازې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره ګټه لري، بلکې د نړيوال اقتصاد پرانيستۍ ودې ته يې هم خوځنده ځواک ورکړی دی.

په داسې حال کې چې نړيواله سوداګري د يواړخيزم او تبعيض غوښتنې د منفي اغېزو له امله ډېره کمزورې شوې، د چين دغه برنامي ډېره ارزښتناکه ښکاري، ځکه په دغه هېواد کې د سوداګرۍ د اسانېدو سويې په لوړېدو سره د بهرنيو تصديو بارونه کم شوي، نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد ته نوي پرمختيايي فرصتونه هم رسول شوي او په دغه هېواد کې به د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره هم ګټورې تمامېدای شي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای