CRI Online

د چين پلاوي له مختلفو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ګډې هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-12 14:30:21

اوس مهال د هاسپانيا په مادريد کې د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د جوړونکو ۲۵مه غونډه د لوړې کچې مرحلې ته داخله شوه او د بېلا بېلو هېوادونو استازو د لاينحلو مسئلو په باب سلا مشورې وکړې.د چين پلاوي او د چاپيريال ساتنې د وزارت مرستيال جاو اينګ مين د دسمبر په يوولسمه نېټه د لوړې کچې په پړاييزې غونډې کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ګډې هڅې وکړي او په دې برخه کې د اړوندو تړونونو پلي کولو ته دې پاملرنه وکړي.

جاو اينګ مين په خپلو خبرو کې وويل چې اقليمي بدلون د انسانانو له برخليک سره نژدې اړيکې لري او د مختلفو هېوادونو ګډو هڅو ته اړيتا لري. د پاريس تړون چې پکې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره تر ۲۰۲۰ کال وروسته د کارونو د تر سره کولو لپاره لاسليک شوی، د څو اړخيزم قيمتي لاسته راوړنې دي.چين تمه لري چې اړوندې خواوې په ټينګه دغه تړون پلی کړي او په ګډه دې څو اړخيزم وساتي. په عين وخت کې هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ,اوس بېړنۍ دنده دا ده چې اړوند هېوادونه بايد د دې تړون د ټاکل شوې موخې او د ګډو خو توپيري مسئوليتونو د پوهاوي پر بنسټ د دې تړون پلي کولو ته پاملرنه وکړي.بېلا بېلې خواوې بايد د سوداګرۍ د ساتوونکو عملونو په شمول له هر ډول يو اړخيزم سره په ګډه مخالفت وکړي او په ګډه دې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ډله ييزې هڅې وساتي.

نوموړي وويل چې د غونډې ګډونوال بايد له ۲۰۲۰ کال نه مخکې د پرمختللو هېوادونو عملي توپيرونه وپېژني, په ياده غونډه کې ګډونوال بايد له ۲۰۲۰ کال نه د مخکنيو کارونو څارنه وکړي او د شنو خونو ګازونو د خپرېدا اندازې د کمښت او له پرمختيايي هېوادونو څخه د ملاتړ په برخه کې دې د پرمختللو هېوادونو د حوصلې د کمښت لپاره اړوند کارونه ترتيب کړي تر څو تر ۲۰۲۰ کال وروسته د پرمختيايي هېوادونو په شا د بارونو د زياتوالي مخنيوی وکړي.

د دې ترڅنګ هغه زياته کړه چې د پاريس تړون به په ۲۰۲۰ کال کې د تطبيق پړاو ته ورسيږي.خو اوس دا ستونزه ورځ تر بلې سخته شوې چې له پرمختيايي هېوادونو څخه ملاتړونه کم دي.له پرمختيايي هېوادونو څخه د پرمختللو هېوادونو ملاتړونه بايد د پرمختيايي هېوادونو له عملونو سره برابر وي.پرمختللي هېوادونه بايد په جدي توګه په دې برخه کې خپل تدبيرونه پياوړی کړي او د هغې کړې ژمنې پر بنسټ چې هر کال له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره پرمختيايي هېوادونو ته سل مليونه امريکايي ډالره برابر کړي،ور څخه خپل نوی او اضافي ملاتړ وکړي او د پيسو د کارونې شفافيت دې څرګند کړي.

هغه د خپلې وينا په پای کې وويل چې که څه هم چين لاهم له پرمختيايي مسئلو سره مخ دی، خو له اقليمي بدلون سره به د مقابلې لپاره پر خپلو کړو ژمنو باندې ټينګار وکړي. هغه وويل, چين په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه هغه مسئله او ستونزه لري چې پرمختګ يې برابر نه دی.خو د چين حکومت له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره قوی او اغيزمن تدبيرونه نيولي دي او د يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتونکو عملونو د شتون له امله به د رامنځته شويو مشکيلاتو او ستونزو د لېري کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي، په فعاله توګه به له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره دولتي ستراتيژي پلې کړي، خپلو نه ستومانه کېدونکو کوششونو ته به دوام ور کړي، په پوره توګه به کړې ژمنې پوره کړي، له اقليمي بدلون سره به مقابله وکړي او د ايکولوژيکي تمدن د ابادې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د بشپړتيا لپاره به خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای